له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د  افغانستان لپاره د جاپان د سفیر سره وکتل. 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۲۱:۴
تصویر خبر

نن ورځ سې شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملانور الدین ترابي د جاپان د سفیر داکتر تکایوشي کرومیا، لومړي سکرترهیروتکا کواکمي او ورسره راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب  ښاغلي سفیر او ورسره  پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې پر لاسته راوړانو او مشکلاتو یی ګډ بحث وکړ او یادونه یی وکړه چي په افغانستان کي زیات شمیر خلګ د غربت او بي وزلۍ سره مخ دي او مرستو ته جدي اړتیا لري او یادونه یې وکړه چي موږ نن دپنځه کلن ستراتیژک پلان مخکتنه وکړه او باید یې په تطبیق کي پوره همکاري وکړي.
همدا راز ترابي صاحب زیاته کړه چي جاپان هیواد تل زموږ سره د مرستو په برخه کي زیاته همکاري کړي ده او موږ ورڅخه منندوی یو او پر راتلونکي کي د لازیاتو همکاریو او مرستو غوښتنه وکړه او د جایکا او ټیکا سازمانونو څخه یی مننه وکړه چي ددې ادارې ۱۰ تنه کارمندانو ته  یی دپېښو دمدیریت په برخه کي  دترکیی په هیواد کی  ټرینګ ورکړی.
د جاپان سفیر داکتر تکایوشي کرومیا، دیادي ادارې د سرپرست څخه مننه وکړه او افغانستان یې د جاپان هیواد یو ښه دوست هیواد یاد کړ او د خپلو کړو مرستو یادونه یی وکړه او وویل چي لابه هم خپلو مرستو ته دوام ورکوو ترڅو نور هم ددغه دوو هیوادنو اړیکي پیاوړي سي.
ښاغلي سفیر د یادي ادارې دسرپرست څخه مننه وکړه چي تل یی مؤسیساتو سره همکاره ده او تل یې زیانمنو کورنیو ته په شفافیت مرستي رسولي دي ښاغلی سفیر داهم وویل چي موږ به د پنځه کلن ستراتیژیک پلان په تطبیق کی ستاسو سره پوره همکاري وکړو. 
دغونډي په ورستیو کي پر ګډو همکاریو ټینګار وسو. 

نیټه: ۱۴۴۶/۸/۵ هــ ق  
 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۵:۱
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت اړوند ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC مؤسسې د ماین پاکۍ تخنیکي ټیم په همکارۍ، د تېرو جګړو څخه پاتې شوي یو شمېر ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل.

په دې عملیاتو کې د پشتکوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۱۵
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۸۵ مستحقو کورنيو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې نړیوالې (IRW) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .