له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري نوی عمومي رئیس معرفی او کار یې پیل کړ

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۴:۵۷
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري نوی عمومي رئیس معرفی او کار یې پیل کړ
کابل- د ربیع الاول ۶-۱۴۴۶
محترم مولوي محمد علم عالمیار د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د ۲/۳/۱۴۴۶ نېټې د ۱۰۴۰ ګڼې حکم پر بنسټ نن سهار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او ادارې نوی عمومي رییس په توګه د دې ادارې رئیسانو او کارکونکو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو او کار یې پیل کړ. 
د معرفي کېدو په مراسمو کې چې د دې ادارې د غونډو په تالار کې ترسره سول، د ننګرهار ولایت د علماوو شورا مشر شیخ مولوي حسن جان ووېل: امانت خپل اهل ته سپارل د اسلام مقدس دین له ځانګړتیاوو څخه دی او هر چا ته چې مسؤلیت سپارل کېږي دا یو امتیاز نه بلکه امانت دی او نوموړي مولوي محمد علم عالمیار یو وړ کس وباله. همدارنګه شیخ صاحب د دیني او عصري زده کړو پر اهمیت باندې په خبرو سره د دې ادارې نوي ټاکل شوي مالي او اداري عمومي رئیس د جهادي کړنو په اړه یادونه وکړه او هغه ته یې له خدای ج څخه په ښه توګه د سپارل شوي مسؤلیت ترسره کولو په برخه کې د توفیق  غوښتنه وکړه. 
ورته مهال د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو رئیس شیخ مولوي ګل محمد، په خپلو خبرو کې په نیکو کارونو کې د یو بل سره مرسته کول اړین وباله او د دې ادارې له کارکونکو څخه یې وغوښتل چې د نوي ټاکل شوي د مالي او اداري عمومي رییس سره په ګډه کار وکړي ترڅو د خلکو ستونزو ته په وخت سره رسېدنه وشي. 
د دې غونډې په پای کې د مالي او اداري نوی عمومي رئیس خپل کاري دفتر ته معرفي او کار یې پیل کړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۴۶
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخی، چې د پروژې تمویل کوونکی يې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د CRDSA موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۲:۴
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره  مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۹ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت مقام په لارښوونه، د دې ولایت د مزار شریف ښار بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو اړوند ۱۳۹ مستحقو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .