له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رئیس د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې له تخنیکي ټیم سره وکتل

rahyab
جمعه ۱۴۰۴/۳/۹ - ۱۲:۶
تصویر خبر

نن د پنجشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند, حافظ محمد یوسف حماد، د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې له تخنیکي ټیم سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي حماد د آغاخان موسسې له همکاريو قدرداني وکړه او د پېښو د مدیریت لپاره یې د اغېزمنې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ، ترڅو زیانمنو خلکو ته غوره او اغېزناکه خدمات وړاندې شي.
نوموړي همداراز د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره د نشراتو او عامه پوهاوي رول ته اشاره وکړه او له دې موسسې یې وغوښتل چې د ادارې د نشراتو برخې د ملاتړ په برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.
د آغاخان موسسې تخنیکي ټیم هم له پخوانیو همکاریو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې له دې ادارې سره به په تخنیکي او نشراتي برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نېټه: ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .