له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ODSAD موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۲۱:۹
news image

نن ورځ یکشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د ODSAD  موسسې له مرستیال خلیل‌الرحمن رحماني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
ترابي صاحب، په دې لیدنه کې وویل چې د هېواد په کچه د ټولو مؤسسو لپاره د بشردوستانه فعالیتونو زمینه برابره ده، او موږ هڅه کوو چې هرې موسسې ته چې په هر ولایت کې فعالیت کوي، د مرستو رسونې اسانتیا برابره کړو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست زیاته کړه، چې ولایتي ریاستونو ته لارښوونه شوې ده، څو له مؤسسو سره همکاري وکړي او د هغوی ستونزې پر وخت حل کړي.
په همدې حال کې د ODSAD موسسې مرستیال خلیل‌الرحمن رحماني وویل، چې دا موسسه د افغانستان خلکو ته په بېلابېلو برخو کې مرستې رسوي او هڅه کوي، چې مرستې پر وخت اړمنو ته ورسوي.
دواړو لوریو د ۴۰,۹۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت، د خطرونو د کمولو، بیړني غبرګون او د ژوند ژغورنې په اقداماتو سره د تخار ولایت د نمک‌آب ولسوالۍ د ټولنې د زغم لوړولو په موخه د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړه.
د دې تفاهم نامې له مخې به، د UN-OCHA دفتر کلستر د معیاري فورمې په کارولو سره د زیانمنونکو سیمو بېړنۍ ارزونې، د ۴۶۰ کاریګرو لپاره د نغدي مرستو وېش، په داسې ډول چې ۳۰۰ کاریګرو ته به هره ورځ ۴۲۷ افغانۍ، او ۱۶۰ کاریګرو ته به هره ورځ ۸۰۰ افغانۍ ورکړل شي، د مستفیدینو لپاره د روزنيزو پروګرامونو تنظیم او د کار وسایلو وېش؛ د استنادي، ګبیوني او محافظتي دیوالونو د جوړولو لپاره د ساختماني موادو برابرول او د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ODSAD موسسې د کارکوونکو لپاره به په تخار ولایت کې ترانسپورتي اسانتیاوو برابرې او روزنيز پروګرامونه پلي شي.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۹ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۱۰
Background image

د ماین پاکۍ د ۱۲ متخصصینو لپاره د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس (دریمه لوړه کچه) د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په غوښتنه او د ARTIOS نړیوال شرکت په تطبیق سره، د درېیو اوونیو لپاره د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په روزنیز مرکز کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۹
Background image

د پېښو چارو د انسجام معين په شتون کې د کابل ښار د دویمې ناحيې اړوند د کوه تلویزیون په سیمه کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو سروې وشوه

نن ورځ د پنج شنبې سهار د ۰۲/۱/۱۴۴۸ هـ.ق چې د ۱۴۰۵/۰۳/۲۸ نيټې سره سمون لرې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معين، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۰
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ زده کوونکو ته ښوونیز او تفریحي وسایل ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د وارچایلډ انګلستان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .