له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د MDC ماین پاکۍ موسسې ترمنځ د پېښو له امله زیانمنو او د دې ادارې کارکوونکو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن د سېشنبې په ورځ، له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د MDC ماین پاکۍ مؤسسې له رئیس، محترم محمد شهاب حکیمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې ترابي صاحب د یادې مؤسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د MDC مؤسسې فعالیتونه قناعتبښونکي وبلل او په هېواد کې یې په ماینونو او ناچاودو توکو د ککړو سیمو د پاکولو په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
نوموړي همداراز د لاسلیک شوې تفاهمنامې په اړه خبرې وکړې او دا یې یو نېک ګام وباله. هغه څرګنده کړه چې موږ به هم هڅه وکړو چې د بېلا بېلو لارو څخه د دې مؤسسې روغتیايي مرکز ته روغتیايي مرستې برابرې کړو.
په همدې حال کې، د MDC ماین پاکۍ مؤسسې رئیس، محمد شهاب حکیمي، د دې ادارې له سرپرست څخه د مؤسسو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو له امله قدرداني وکړه او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د دې ناستې په پای کې د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې کارکوونکو، د هغوی د کورنیو غړو، د ماینونو او ناچاودو توکو قربانیانو او د پېښو له امله زیانمنو کسانو ته د عمومي داخلې، ولادي، غوږ او ستوني، غاښونو، ارتوپیډي، ایکسرې، لابراتوار، رواندرملنې خدمات، فزیوتراپي، بېړنۍ څانګه، د زړه ګراف (ECG) او الټراساوند په برخو کې وړیا روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۱/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره