له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د APBHO مؤسسې تر منځ ټولټال د يوولس زره او شل (۱۱,۰۲۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاريو تفاهم‌نامه لاسليک شوه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۴۳
تصویر خبر

نن ورځ د سې‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئيس، محترم الحاج مولوي محمد عالم علميار د APBHO مؤسسې له مرستيال محمد احسان صابري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاريو تفاهم‌نامه يې ورسره لاسليک کړه. 
محترم علميار صاحب د دې ليدنې پر مهال وويل، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د هر افغان دنده ده چې د خپلو نورو هېوادوالو په مرسته او لاسنيوي کې برخه واخلي. هغه زياته کړه چې د دې تفاهم‌نامې لاسليک د هېواد له زيانمنو خلکو سره د مرستې رسولو په برخه کې يو مهم ګام دی او موږ د دې ډول پروګرامونو له پيل او پرمخ وړلو ملاتړ کوو. 
له بلې خوا، د APBHO مؤسسې مرستيال محمد احسان صابري د هغه پروژې په اړه معلومات ورکړل چې په نږدې راتلونکي کې به په پروان ولايت کې پلي کېږي، او ژمنه يې وکړه چې پروژه به په چټکۍ او روڼتیا سره عملي کړي. 
په پای کې دواړو لوریو ټولټال د يوولس زره او شل (۱۱,۰۲۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاريو تفاهم‌نامه لاسليک کړه. د دې تفاهم نامې له مخې ټاکل شوې چې ياده مؤسسه به د خوړو نړیوال پروګرام په ملاتړ، د پروان ولايت په ولسواليو کې د پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې، له سروې وروسته، ۲۴۵ کورنيو ته يا د نغدو پيسو او يا هم د خوراکي توکو مرستې ووېشي. په دې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۱۰۰ کيلو اوړه، ۹.۱ کيلو غوړي، يو کيلو مالګه او ۱۲.۵ کيلو دال په پام کې نیول شوي دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .