له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AAR Japan خیریه موسسې ترمنځ د ۵۰۲٫۲۹۶ (پنځه لکه دوویښت زره او شپږ نوي) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۲:۶
news image

نن ورځ سه شنبه له ماسپښین وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د AAR Japan  خیریه موسسې له رئیس محترم محمد بشیر باصر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې محترم ترابي صاحب د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست ووېل او څرګنده یې کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې تل هڅه کړې چې د هغو موسسو سره همکاري وکړي چې په بشري چارو کې فعالیت کوي. هغه زیاته کړه چې له موسسو څخه تمه کوو ترڅو د زیاتو مرستو په جذب اومستحقینو ته یې په شفافه او پر وخت وېش کې لا زیاتې هڅې وکړي.
همدارنګه، د AAR Japan موسسې رئیس محمد بشیر باصر د ترابي صاحب له همکارۍ او د موسسو د ستونزو د هوارولو په برخه کې د هغه له جديت څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دې موسسې کارکوونکي په مرکز او ولایتونو کې له مرسته کوونکو ادارو سره بشپړه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې د لاسلیک شوې تفاهم‌نامې له مخې به یاده موسسه د ۵۰۲٫۲۹۶ (پنځه لکه دوویښت زره او شپږ نوي) ډالرو  په ارزښت د کابل ښار او د زابل ولایت په شملزایي، شینکي، نرنګ او جلدک ولسوالیو کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي، په دې توګه چې دغه پروژه درې اساسي برخې لري:
۱. په ټولنه کې د چاودېدونکو توکو په اړه د ښوونې او روزنې سیسټم رامنځته کول.
۲. د رسنیو او ښوونیزو موادو له لارې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي وړاندې کول.
۳.   په ټولنه کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د خطرونو په اړه د ښوونیزو فعالیتونو د اغېزمنتیا ارزونه.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۴:۱۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۴۲ کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې وووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د SCI او د PU-AMI موسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت اړوند د یو روزنتون یتیمانو، بې سرپرسته او د پاکستان د بریدونو له امله بېځایه شویو ۶۴۲. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې ۵ کړۍ چاودېدونکي توکي کشف خنثی کړل. 

د یادې مؤسسې اړوند (AIM-01. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۲۴ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام موسسې (AWDERO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .