له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان د پیاوړتیا او اقلیم د نوښت (ARCID) مؤسسې ترمنځ د لس زره، اته سوه او اتیا (۱۰،۸۸۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۳:۳۷
تصویر خبر

نن ورځ پنج شنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د افغانستان د پیاوړتیا او اقلیم نوښت مؤسسې له رئیس، محترم احسان الله الفي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
محترم ترابي صاحب، د یادې مؤسسې رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د افغانستان خلک په هره برخه کې مرستو ته اړتیا لري او له مؤسسو څخه مو دا هیله ده، چې تر ډېره د وقایوي پروژو په برخه کې د هېواد د ځورېدلي ملت لپاره کار وکړي او همداراز باید د خپلو پروژو په تطبیقولو کې له سرعت او شفافیت څخه کار واخلي. 
ورپسې، د دیادی مؤسسې رئیس، محترم احسان الله الفي د خپلې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې موږ به خپله پروژه د اسلامي امارت د قوانینو په چوکاټ کې پلې کوو.
د یادونې وړ ده، چې دواړو لوریو ټولټال د لس زره اته سوه او اتیا (۱۰،۸۸۰) ډالرو په ارزښت تفاهم نامه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د ننګرهار ولایت په ده بالا، آچین، کوټ، بټي کوټ، دور بابا، نازیان، حصارک، شیرزاده، سپین غر، خوګیاڼي، رودات، سرخ رود، شینواري، پچیر آګام، بهسود ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار کې د طبیعي پېښو له امله ۴۸۸ زیانمنو شویو کورنیو ته د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) معیاري بسته او نغدي پیسې وېشل کېږي، چې په نغدي ډول به هرې کورنۍ ته ۵،۸۰۰ افغانۍ او خوراکي توکو کې به هرې کورنۍ ته په دوه پړاوونو کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱ کیلو مالګه او ۱۲.۵ کیلو دال نخود ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .