له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د آذربایجان هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه آنلاین غونډه ترسره شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تخنیکي کمېټې مسؤل محترم برهان‌الدین شینواري او د ماین پاکۍ چارو ستر سلاکار محترم ډاکټر ایمل صافی او د آذربایجان هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت مسؤلینو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا او د تجربو د شریکولو په موخه آنلاین غونډه ترسره شوه.

په دې آنلاین ناسته کې دواړو لوریو د پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال د همکاریو د څرنګوالي، د تجربو د شریکولو او د دې ادارې د لټون او ژغورنې ټیمونو د روزنې په اړه خبرې وکړې.

د آذربایجان لوري په دې غونډه کې د پېښو پر مهال د خپلو موخو، فعالو برخو، کړنلارو، میکانیزمونو او کاري لارو چارو په اړه خبرې وکړې او خپلې تجربې یې شریکې کړې.

همدارنګه، د دې ادارې د تخنیکي کمېټې مسؤل د هغوی له معلوماتو څخه د مننې ترڅنګ، د ظرفیت لوړولو، عامه پوهاوي، طبیعي پېښو ته بېړنۍ رسېدنې او همدارنګه د ماین پاکۍچارو په برخه کې پر دوه‌اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۹/۰۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .