له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د کاپیسا ولایت له سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۱۵
تصویر خبر

نن ورځ سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د میدان وردګ او لوګر ولایتونو د لیدلو څخه وروسته، د دې ادارې د بېړنیو عملیاتو د مرکز له رئیس، محترم ملا سیداحمد عثماني، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند، محترم محمد یوسف حماد او د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یو شمېر مسؤلینو سره یوځای، د یاد ولایت د تګاب ولسوالۍ عیسی‌خېل کلي ته سفر وکړ او د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شویو سیمو څخه یې لیدنه وکړه.

محترم ترابي صاحب د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه وویل، چې موږ به ستاسو د خدمت او مرستې لپاره له ټولو شته امکاناتو څخه ګټه واخلو، ځکه زموږ اداره د پېښو له زیانمنو سره د مرستې او رسېدنې لپاره جوړه شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې هم به د ادارې له خپلو امکاناتو او هم د مرستندویه مؤسسو په همغږۍ، زیانمنو ته اړینې نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شي.

ورپسې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، څو د سېلاب ځپلو کورنیو کره او شفافه سروې ژر تر ژره بشپړه کړي، او مرستې د اړتیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ، په عادلانه او شفاف ډول مستحقو کورنیو ته ووېشل شي.

د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس به په بېلابېلو ولایتونو کې له هغو ټولو سیمو څخه لیدنه وکړي، چې په وروستیو ورځو کې د سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .