له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د ارزګان ولایت د چورې او چنارتو ولسوالیو تر منځ د کوشه کوتل او د شنو کوتلونو د سړک د پروژو له تطبیق څخه څارنه وکړه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، ارزګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د خاص ارزګان، چورې او چنارتو ولسوالیو ترمنځ د کوشهکوتل او شنو کوتلونو د سړک د پروژو د پلي کېدو له کیفیت څخه لیدنه او څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب د دې لیدنې پر مهال د سړکونو له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او ویې ویل چې د دغو پروژو پلي کېدو د هېوادوالو د تګ راتګ په ښه والي کې مهم رول لوبولی او د سیمې د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې یې تر ډېره بریده راکمې کړې دي. نوموړي همداراز بنسټیزو خدمتونو ته د خلکو اسانه لاسرسی او د یادو ولسوالیو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د دغو پروژو له مهمو لاسته راوړنو څخه وبللې او دا یې د سیمې د اوسېدونکو یو له اساسي اړتیاوو څخه وبللې.
د یادونې وړ ده چې د شنه کوتلونو سړک د ۲.۵ کیلومتره په اوږدوالي او د ۵.۵ متره په پلنوالي سره، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له بودجې څخه ترمیم سوی او له د ترمیدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
همدارنګه د کوشه کوتل سړک هم د ۲ کیلومتره په اوږدوالي او ۵ متره په پلنوالي سره، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له بودجې څخه د تمویل شوی او له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د سیمې اوسېدونکو د خلکو د اساسي اړتیاوو ته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مشرتابه له پاملرنې څخه هرکلی او مننه وکړه. هغوی د دې ډول پروژو پلي کېدل د اقتصادي ودې، د تګ راتګ د اسانتیا او د سیمې د ټرانسپورټي ستونزو د حل لپاره اغېزمن وبلل او غوښتنه یې وکړه چې ورته پراختیایي پروګرامونه دې د هېواد په نورو سیمو کې هم پلي شي.
