له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د ارزګان ولایت د چورې او چنارتو ولسوالیو تر منځ د کوشه کوتل او د شنو کوتلونو د سړک د پروژو له تطبیق څخه څارنه وکړه 

rahyab
Sun, Jun 07 2026 3:12 PM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، ارزګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د خاص ارزګان، چورې او چنارتو ولسوالیو ترمنځ د کوشه‌کوتل او شنو ‌کوتلونو د سړک د پروژو د پلي کېدو له کیفیت څخه لیدنه او څارنه وکړه. 

محترم ترابي صاحب د دې لیدنې پر مهال د سړکونو له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او ویې ویل چې د دغو پروژو پلي کېدو د هېوادوالو د تګ راتګ په ښه والي کې مهم رول لوبولی او د سیمې د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې یې تر ډېره بریده راکمې کړې دي. نوموړي همداراز بنسټیزو خدمتونو ته د خلکو اسانه لاسرسی او د یادو ولسوالیو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د دغو پروژو له مهمو لاسته راوړنو څخه وبللې او دا یې د سیمې د اوسېدونکو یو له اساسي اړتیاوو څخه وبللې.

د یادونې وړ ده چې د شنه کوتلونو سړک د ۲.۵ کیلومتره په اوږدوالي او د ۵.۵ متره په پلنوالي سره، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له بودجې څخه  ترمیم سوی  او له د ترمیدو  وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

همدارنګه د کوشه کوتل سړک هم د ۲ کیلومتره په اوږدوالي او ۵ متره په پلنوالي سره، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له بودجې څخه د تمویل شوی او له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د سیمې اوسېدونکو د خلکو د اساسي اړتیاوو ته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مشرتابه له پاملرنې څخه هرکلی او مننه وکړه. هغوی د دې ډول پروژو پلي کېدل د اقتصادي ودې، د تګ راتګ د اسانتیا او د سیمې د ټرانسپورټي ستونزو د حل لپاره اغېزمن وبلل او غوښتنه یې وکړه چې ورته پراختیایي پروګرامونه دې د هېواد په نورو سیمو کې هم پلي شي.

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .