له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ولایتي ریاستونو د مالي او اداري مدیرانو لپاره تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرام ترسره شو
نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالي او اداري ریاست په همغږۍ، د ولایتي ریاستونو د ۳۴ تنو مالي او اداري مدیرانو لپاره د «مدیریت، اداري او مالي چارو» تر سرلیک لاندې تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرام ترسره کړ.
دغه پروګرام له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د مالي او اداري رئیس محترم مولوي عبدالله محمدي، د اړوندو څانګو د آمرینو او د ادارې د یو شمېر کارکوونکو په شتون کې ترسره شو. د دغه پروګرام د ترسره کولو موخه د ولایتي ریاستونو د مالي او اداري مدیرانو د علمي، تخصصي او مسلکي ظرفیت لوړول دي.
د پروګرام په پیل کې، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د قرآن کریم د مبارکو آیتونو او نبوي احادیثو په استناد، د علم د زده کړې، د ظرفیت لوړونې او د کاري مهارتونو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له دې روزنیز فرصت څخه په غوره توګه ګټه واخلي او د خپلې پوهې او مهارتونو په زیاتولو سره خلکو او هېواد ته لا اغېزناک، معیاري او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس څرګنده کړه چې د نشراتو او د خطر د کمولو مدیرانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو له ترسره کېدو وروسته، اوس د مالي او اداري مدیرانو د روزنې وار رارسېدلی دی. نوموړي همداراز د دې ادارې له لوري په نږدې راتلونکي کې د ټولو ولایتي ریاستونو د کارکوونکو لپاره د ځانګړو روزنیزو سیمینارونو د جوړېدو خبر هم ورکړ.
محترم ترابي صاحب ټینګار وکړ چې د مسؤولیتونو سپارل باید د وړتیا، تخصص، ژمنتیا او صداقت پر بنسټ ترسره شي او مدیران هم باید خپلې دندې د مسؤولیت احساس، امانتدارۍ او بشپړ اخلاص سره ترسره کړي. نوموړي زیاته کړه چې د مسؤولیتونو په سپارلو کې قوم، ژبه او نور شخصي تړاوونه هېڅ ځای نه لري، بلکې یوازینی معیار د افرادو اخلاص، وړتیا او ژمنتیا ده.
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس له ګډونوالو وغوښتل چې له دې روزنیز پروګرام څخه اعظمي ګټه پورته کړي او خپلو ولایتي ریاستونو ته له ستنېدو وروسته، خپلې زده کړې د اداري او مالي چارو د ښه والي او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې وکاروي.
ورپسې، روزنیز پروګرام د مدیریت، اداري چارو، مالي چارو، نافذه قوانینو او اړوندو پالیسیو په برخه کې د تخصصي پریزنټېشنونو په وړاندې کولو سره پیل شو.
