له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست د دارت مؤسیسي سره د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه
نن ورځ چهارشنبه له غرمې ورسته له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د دارت نړیوالي مؤسیسي سرپرست میر عابد سادات او پروګرامو مسؤل محمد زاخیل شریفي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
دیادي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي مؤسیسات باید په هره برخه کي دوامداره مرستي وکړي او خصوصاً دوقایوې پروژو په برخه کي ترڅو خلګ دپیښي (حادثې) ښکار نسي او وژغورل سي.
ترابي صاحب همداراز زیاته کړل چي د ژمني توکو دویش په بهیر کي باید چټکیتا راولي ترڅو د اړتیا په وخت کي پر خلګو هغه مواد وویشي چي خلګ ورته ضرورت لري.
ددارت مؤسیسې سرپرست میر عابد سادات له هرڅه مخکي ددې ادارې دسرپرست څخه مننه وکړل چي تل یی هڅه کړي ده چي داخلی او نړیوالو مؤسیساتو ته یی په مرکز او ولایتونو کي دمرستو دویش په برخه کي زمینه برابره کړي ده او تل یی همکاري کړي ده.
ښاغلي سادات وویل چي موږ به تل هڅه کوو چي داسي مرستي همیشه پر خلګو وویشو چي خلګ ورڅخه استفاده وکړي او هغه مواد به خلګو ته ورکړو چي خلګ ورته اړتیا لري.
دیادوني وړ ده چي یاده مؤسسه د ۶۹۳۵۰۳ ډالرو په ارزښت د فاریاب ولایت په بلچراغ، دولت اباد او قیصار ولسوالیو کي ۱۷۳۴ زیانمنو کورنیو ته مرستي ویشی چي هري کورنۍ ته به نغدي ۲۰۰ ډالره معادل افغانۍ د سون دتوکو لپاره، ۷۴ نغدي ډالره معادل افغانۍ د ژمنيو جامو لپاره او ۵۷ ډالرو په ارزښت ۵ داني کمپلي ویشی.
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۱ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره