له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست د دارت مؤسیسي سره د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه

rahyab
Wed, Nov 13 2024 4:30 PM
تصویر خبر

نن ورځ چهارشنبه له غرمې ورسته  له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي  د دارت نړیوالي مؤسیسي  سرپرست میر عابد سادات او پروګرامو مسؤل محمد زاخیل شریفي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
دیادي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي مؤسیسات باید په هره برخه کي دوامداره مرستي وکړي او خصوصاً دوقایوې پروژو په برخه کي ترڅو خلګ دپیښي (حادثې) ښکار نسي او وژغورل سي.
ترابي صاحب همداراز زیاته کړل چي د ژمني توکو دویش په بهیر کي باید چټکیتا راولي ترڅو د اړتیا په وخت کي پر خلګو هغه مواد وویشي چي خلګ ورته ضرورت لري.
ددارت مؤسیسې سرپرست میر عابد سادات له هرڅه مخکي ددې ادارې دسرپرست څخه مننه وکړل چي تل یی هڅه کړي ده چي داخلی  او   نړیوالو مؤسیساتو ته  یی په مرکز او ولایتونو کي دمرستو دویش په برخه کي زمینه برابره کړي ده او تل یی همکاري کړي ده.
ښاغلي سادات وویل چي موږ به تل هڅه کوو چي داسي مرستي همیشه پر خلګو وویشو چي خلګ ورڅخه استفاده وکړي او هغه مواد به خلګو ته ورکړو چي خلګ ورته اړتیا لري.
دیادوني وړ ده چي  یاده مؤسسه د ۶۹۳۵۰۳ ډالرو په ارزښت د فاریاب ولایت په بلچراغ، دولت اباد او قیصار ولسوالیو کي ۱۷۳۴ زیانمنو کورنیو ته مرستي ویشی    چي هري کورنۍ ته به نغدي  ۲۰۰ ډالره معادل افغانۍ د سون دتوکو لپاره، ۷۴ نغدي ډالره معادل افغانۍ د ژمنيو جامو لپاره او ۵۷ ډالرو په ارزښت ۵ داني کمپلي ویشی.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۱ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Wed, Nov 26 2025 3:06 PM
Background image

An MoU worth a total of $190,106 was signed between ANDMA and the Kandahar Refugee Organization

Today, on Wednesday morning,  respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Mr. Bashir. . .

Wed, Nov 26 2025 2:45 PM
Background image

ANDMA and the World Vision International Organization signed an MoU Worth a Total of $1,271,000 for Joint Cooperation

Today, on Wednesday, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met Mr. Abdul Wahab Arsh, Country Director of. . .

Wed, Nov 26 2025 12:51 PM
Background image

An MoU for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and AWSDC Organization Worth a Total of $75,000

Today, on Wednesday, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Mohammad Sadiq Ayar,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .