له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست د آقاخان بنسټ د جینوا د مرکزي د فتر د طبعي پیښو د رئیس سره وکتل 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۷:۳۵
تصویر خبر

نن ورځ یک شنبي تر غرمې ورسته له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د آقاخان بنست جینوا د مرکزي دفتر د طبعي پیښو د رئیس شادمان حاجي بیګوف د اجرائیه رئیس راحت الله بیګ حقوقي مسؤل عصمت الله عصمتي او د اړیکو مسؤل شکورالله مدني سره په خپل کار دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه مخکي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته کړل چي آقاخان بنسټ هغه بنسټ دی چي تل یی زموږ سره همکاري ده او یوازي نن ورځ  د آقاخان بنسټ بیلابیلو مسؤلینو زموږ سره دري مجلسه کړي دي.
ترابي صاحب همدارنګه وویل چي موږ هغه سیمي چي خطر ورته متوجي وي او یاهم زیانمن شوي کورنۍ شتون پکښي لري موږ ډیټابیس سیستم لرو او ټول هلته ثبت او راجستر دي.
دجینوا دمرکزي دفتر د طبعي پیښو رئیس شادمان حاجي بیګوف وویل چي خوښ یو چي موږ ته مو وخت او زیاته یې کړل چي له پیښو سره د مبارزې  آمادګۍ ملي ادارې تل زموږ سره همکاري کړه ده او موږ.ورڅخه ځانګړي مننه کوو او تل یی د طبعي او غیر طبعي پیښو پر وړاندي چتموالی ښودلی دی.
حاجي بیګوف همدارنګه زیاته کړل موږ هڅه کوو چې هغه نقطې ځان ته معلومي کړو چي خلګ ورڅخه د خطر ویره لري او موږ به تل هڅه کوو چي افغان اولس ته اساسي او بنسټریز کارونه وکړو او تل هڅه کوو چي زموږ په پروژو کي شفافيت موجود وي.

نیته: ۱۴۴۶/۵/۸ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر


 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کندهار د کډوالو مؤسسې ترمنځ د یو سل او نوي زره او یو سل او شپږ (۱۹۰,۱۰۶) ډالرو په ټولیز ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د کندهار د کډوالو مؤسسې د پروګرامونو له مدیر بشیر احمد خالد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۹
Background image

په غور ولایت کې د یو پُلچک د شاوخوا ډکولو کار روان دی 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز فیروز کوه ښار په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډویژن نړیوالي مؤسیسې ترمنځ (۱,۲۷۱,۰۰۰) د یو میلیون او دوه سوه یو اویا زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه.

نن ورځ چهار شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي  د ورلډ ویژن نړیوالي مؤسسې له رئیس عبدالوهاب ارش سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د (۱,۲۷۱,۰۰۰). . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .