له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او رازي پراختایي او ټولنیزي مؤسیسې تر منځ ۱۳۹۱۸۲ یو لک نهه دیرش زره یو سل دوه اتیا ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه
نن ورځ سې شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د رازي پراختایی او ټولنیزي مؤسیسې د هماهنګۍ د مسؤل عبدالناصر پویا سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب د رازي پراختایی او ټولنیزي مؤسیسې دهماهنګۍ مسؤل ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي نن یو داسي تفاهم نامه لاسلیک کوو چي په هغه سره زموږ اولس ته مرستي رسول کیږي او دیادي مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه یې غوښتنه وکړه او وویل چي یادي مرستي باید ژر تر ژره تر خلګو ورسوي ترڅو خلګ د ژمني توکو څخه برخمن سي.
او زیاته کړل چي دیادي مؤسیسې سره مو دوې تفاهم نامي مخکي هم لاسلیک کړي دي چي په هرات ولایت کي یې خلګ د مرستو څخه برخمن شوي دي.
دیادي مؤسیسې د هماهنګۍ مسؤل عبدالناصر پویا له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې د سرپرست څخه مننه وکړل چي له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي او د یادې ادارې دټول کار ټیم څخه یې مننه وکړل او ترڅنګ وویل چي دیادي ادارې سره باید بیلابیل مؤسیسات او نړیوال سازمانونه د طبعي او غیري طبعي پیښو پر وړاندې مرسته وکړي.
دیادوني وړ ده چي د ۱۳۹۱۸۲ یو لک نهه دیرش زره یو سل دوه اتیا ډالرو په ارزښت په هرات ولایت کي ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته ژمنۍ بستې ویشل چي هره بسته د ۲۰۰ ډالرو بیه لري چي په هره بسته کي ۵ تختې کمپلي،۵ جوړې دماشومانو ګرم کالي،۲ دوې جوړې دلویانو ګرم کالي،۲ داني زنانه شالونه، دوه داني دنارینوو پټوان، دوه جوړې دلویانو بوټونه،۴ جوړې دماشومانو بوټونه،۱۲ جوړې جرابي، ۴ جوړې دستکشي او ۴ داني خولۍ ګانۍ شامل دي.
اولس تنو هغه ښځو ته چي د کور سرپرست ورله غاړي وي د هري ښځي ته به یو عراده د خیاطۍ ماشین د ټولو لوازمو سره ورکول کیږي.
نیته: ۱۴۴۶/۶/۸ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره