له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او داغاخان پراختیایی شبکي ترمنځ دګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۶:۱۹
تصویر خبر

نن چهار شنبه دپیښو سره دمبارزې ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د اغاخان پراختیایی شبکي داجراییه د رئیس نجم الدین"نجم" دیادي شبکي مالي او اداري مدیر میراحمد حیدري او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب  داغاخان پراختایی شبکي اجرایه رئیس نجم الدین"نجم" او مل پلاوي ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوشاله یو چي نن یو داسي تفاهم نامه لاسلیک کوو چي په هغه سره زموږ اولس ته په بیلابیلو برخو کي خدمتونه ترسره کیږي او ددې شبکي د ټول کاري ټیم څخه یی مننه وکړه  چی زموږ  دزوریدلي اولس سره همکاري کوي.
او دټولو نړیوالو او داخلي موسیساتو څخه یی غوښتنه وکړه چي په طبعي او غیري طبعي پیښو او وقایی په برخه کي زموږ سره همکاره پاته سي  او د اولسونو سره مرستي وکړي.
دیادې شبکي اجرایه رئیس نجم الدین نجم  اغاخان پراختیایی شبکه یوه لویه پروژه او بنسټ دی او یاده شبکه په بیلابیلو برخو کي لکه صحت زراعت پوهنه او مخابراتو او استینادي دیوالانو په برخه کي اولس ته خدمت کوو او په یاده پروژه کي ۱۴۰۰۰ زره کارمندان کار کوي.
ښاغلي نجم زیاته کړل چي خوښ یو چي دپیښو پر وړاندي دمبارزې اداره زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي دیادې ادارې دټول کار ټیم څخه یی مننه وکړل او ترڅنګ وویل چي دپيښو سره  دمبارزې د ادارې سره باید بیلابیل موسیسات او سازمانونه دطبعي او غیري طبعي پیښو لپاره مرسته وکړي ترڅو افغان اولس پر وخت د یادو مرستو څخه برخمن سي.
دیادې شبکې اجرایه رئیس  وویل چي دا پروژه چي 
۱۶۸۵۱۳۹ شپاړس لکه پنځه اتیا زره یو سل نهه دیرش امریکایی ډالره په ارزښت به په مرکزي او شمال ختیځو سیمو کي هر اړخیزه مرستي لکه خوراکي توکي؛ د۸ دانو استنادي دیوالونو؛ د ۱۰ داني ګدامونه؛ او دکلي په کچه دریش داني ټیمونه جویږي او یاده پروژه به د۲۰۲۵ کال تر پایه پای ته ورسیږي.
په ورستیو کي داوړه تفاهم نامه لاسلیک سوه او پر ګډو همکاريو دداوم غوښتنه وسوه.
۱۴۴۶/۳/۸ هـ ق
له پیښو سره دمبارزې د امادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .