له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د UNHCR سرپناه کلستر د همغږي کوونکي مشر سره وکتل

tamim_azimi
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۴:۲۳
تصویر خبر

کابل-۲۳صفرالمظفر۱۴۴۶
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي نن سهار په خپل کاري دفتر کې د UNHCR سرپناه کلستر د همغږي کوونکي مشر آئيني موټيف او د لنډمهاله سرپناه مرستیال محمد هاشم نیازی سره وکتل او د راتلونکي ژمي لپاره د اړمنو او احتمالي زیانمنو کسانو سره د مرستې په اړه یې خبرې وکړې.
محترم ترابي صاحب وویل چې زما د کار پالیسي دا ده چې موسساتو ته اسانتیاوې برابرې کړم او د دوی کارونه په وخت ترسره کړم او له هغوی څخه هم تمه لرم چې خپل کار په چټکۍ او روڼتیا سره ترسره کړي. نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې هغه موسسات چې د ژمي د مرستې لپاره برنامه لري باید د میزان تر  میاشتی پوری  خپل چمتووالي ولرې ترڅو مرستي په وخت اړمنو کسانو ته ورسول سې.
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست درې مهم ټکي په ګوته کړل چې باید د مرستو په ترسره کولو کې په نظر کې ونیول سې:
1- په هر فصل کې باید د هغه فصل اړینې مرستې ترسره شي .
2- هغه مرستې چې  افغانستان ته له  بهر څخه  راوړل کیږي باید له هغو بندرونو څخه داخل سې چې د اړتیا لرونکي ساحې سره نږدې وي.
3- مرستندویه توکي باید د زیانمنو خلګو اړتیاوو او د افغانستان فرهنګ سره سم وي.
په همدې حال کې، د UNHCR سرپناه کلستر د همغږي کوونکي مشر د خپل کاري راپور په وړاندې کولو سره وویل چې موږ په ټوله افغانستان کې د غیر خوراکي مرستو او د زیانمنو خلکو لپاره د سرپناه ترمیم او جوړولو په برخه کې کار کوو. هغه زیاته کړه چې موږ په اوچا سره په همغږۍ کې د راتلونکي ژمي لپاره چمتووالي نیسو او کمپلې، ګرمې جامې او د کورونو د تودولو لپاره د سون توکي به د IMAP لخوا ترتیب شویو په شدت سره یخني لرونکو ولسوالیو کې اړمنو کورنیو ته وویشو. همدارنګه موږ به خپلو مرستو کې کورونو ترمیم او جوړونه، خیمې، ترپال، د آشپزې وسایل، سولر، د کور جوړولو بسته او د درو میاشتو لپاره د کور کرایه نغدي مرسته شامله کړو.
په پای کې دواړو خواوو په دې ټینګار وکړ چې داسې ناستې دې پرلپسې ترسره سې او د زیانمنو خلکو د مرستو لپاره دې لا زیاته همغږي وسې.

تصویر خبر


 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .