له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د لوږي پر وړاندي دمبارزې موسسې ترمنځ دګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۸:۳۴
news image

نن یک شنبه له پیښو سره دمبارزې ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د لوږي پر وړاندي دمبارزې دموسیسې  رئيسې فيټسم ټيسفويى؛  دیادي موسیسي  دمعاون بين؛ دارتباطاتو امر نثاراحمد "ناصري" د مصونیت غذایی دمعشیت مسؤل روزي خان "حمیدي"  او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب دلوږي پر وړاندي دمبارزي رئیسي فيټسم ټيسفويى او ملا پلاوي ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوشاله یو چي نن یو داسي تفاهم نامه لاسلیک کوو چي په هغه سره زموږ اولس دلوږي او فقر څخه ژغورل کیږي او ددې موسیسې د ټول کاري ټیم څخه یی مننه وکړه چي په داسي حالت کي زموږ دزوریدلي اولس سره همکاري کوي .
او زیاته کړل چي دټولو موسیساتو او سازمانونو څخه مو غوښتنه داده چي د طبعي او غیري طبعي پیښو پر وړاندي مبارزه کي زموږ سره پوره همکاري وکړي.
دلوږي پر وړاندي دموسیسې  رئيسې فيټسم ټيسفويى وویل چي خوښ یو چي دپیښو پر وړاندي دمبارزې اداره زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي دیادې ادارې دټول کار ټیم څخه یی مننه وکړل او ترڅنګ وویل چي دپيښو سره  دمبارزې د ادارې سره باید بیلابیل موسیسات او سازمانونه دطبعي او غیري طبعي پیښو لپاره مرسته وکړي ترڅو افغان اولس پر وخت د یادو مرستو څخه برخمن سي .
دیادې موسیسي رئیسي وویل چي دا پروژه چي 
د۵۹۴۷.۸۳۸ پینځه میلونه نهه سوه څلورنیوې زره اته سوه اته دیرش امریکایی ډالره په ارزښت به بیلابیلو ولایتوکي پلي کیږي دطبعي پیښو غیرو طبیعو پیښو؛صحت؛انکشاف؛په برخه کي خلګو ته خدمتونه کوي او یاده په پروژه به د۲۰۲۶ کال تر پایه دوام وکړي.
په ورستیو کي داوړې تفاهم نامې لاسلیک سوه او پر ګډو همکاريو دداوم غوښتنه وسوه.
۱۴۴۶/۲/۲۷ هـ ق
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .