له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوسایني مؤسیسې تر منځ دګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه 

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۰:۵۵
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه له پیښو سره د مبارزې امادګۍ سرپرست  الحاج ملانورالدین ترابي  او د اسلامي هوسایني مؤسیسې سرپرست دبنګلادیش هیواد اتباع شریف احمد، د اړیکو مسؤل میرویس ستانګزی او دبشري مرستو مسؤل حذیفه هلال سره وکتل. 
ترابي صاحب د یادي مؤسیسې  راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړل چي په تیرو  میاشتو کي مو هم د یادي مؤسیسې سره تفاهم نامې لاسلیک کړي دي او خوښ یو چي نن یو ځل بیا تفاهم نامه لاسلیک کوو او په دې سره به زیات خلګ داقلمي بدلون په اړه عامه پوهاوۍ تر لاسه کړي .
همدارنګه ترابي صاحب وویل چي  هر ډول پروژې عملي کیږي باید په پروژو کي پوره شفافیت وي او خلګ پر وخت دپروژې دګټو څخه برخمن سي.
د اسلامي هوسایني مؤسیسې سرپرست شریف احمد  وویل چي یاده مؤسیسه په بیلابیلو برخو کي د خلګو سره مرستي کوي چي یو برخه یی د طبعي او غیر طبعي پیښو په اړه خلګو ته عامه پوهاوۍ ورکول دی او  همداراز تل یې د سیلاب ځپلو؛ مهارجرینو او پیښو ځپلو سره همکاري کړي ده.
دیادوني وړ ده  چي یاده موسسه د ۴۰۹۸۳ ډالرو په ارزښت په کابل، بامیان او بلخ ولایتونو کي د ۴۰  دولتی کارمندانو او ۴۰ غیر د دولتی مؤسیسو ۴۰ کارمندانو ته د اقلمي بدلون او د زیانونو څخه   د خوندیتوب په اړه ټرینګ ورکوی همدارنګه  به په ټولنیزو رسنیو کي خلګو ته د اقلمي بدلون په اړه عامه پوهاوۍ ورکوی .

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۸ هـ ق 
له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۴۶
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخی، چې د پروژې تمویل کوونکی يې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د CRDSA موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۲:۴
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره  مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۹ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت مقام په لارښوونه، د دې ولایت د مزار شریف ښار بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو اړوند ۱۳۹ مستحقو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .