له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست د IOM مؤسیسې دراغلي پلاوي سره وکتل
نن ورځ دوشنبه له غرمې ورسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د اړیکو د مسؤل عبدالوارث القاسم دانجینرۍ ټیم مسؤل حامد برهان او دخطر کمولو دبرخي مسؤل محمد نعیم رحمان سره وکتل.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست ترابي صاحب ووېل چې د IOM مؤسسه د نورو ادارو ترڅنګ یوه له هغو ادارو څخه ده چې له موږ سره یې ډېره همکاري کړې ده او تل یی افغان اولس ته زیات کارونه کړي دي.
ترابي صاحب همدارنګه وویل چي هغه سیمي چي دخطر سره مخ دي د وقایوي پروژو د پلي کولو په برخه کي باید ټینګار وسې ترڅو افغان اولس یی دګټو څخه برخمن سي.
په همدې حال کې د IOM مؤسسېد اړیکو مسؤل عبدالوارث القاسم خطر کمولو په برخه کې د خپلو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې موږ په دوو برخو کې کار کوو، یو د استنادي او ګابیوني دیوالونه جوړول دی او همدارنګه په زیانمنو سیمو کې خلکو ته ورکشاپونه وړاندې کول دي، ترڅو هغوی وپوهوو چې په بېړنیو حالاتو کې څنګه عمل وکړي،
نیټه: ۱۴۴۶/۴/۱۸ هــ ق
له پیښو سره دمبارزې امادګي ملي اداره