له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست دبرګ مؤسیسې دپروګرام دعمومي مشر سره ولیدل

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۲۳
news image

نن ورځ چهارشنبه له غرمي مخکي له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي او دبرګ مؤسیسې دپروګرام دعمومي مشر دهند هیواد اتباع مدحوان آتی؛ د ارتباطاتو مسؤل فیصل نوري او دپروژې مدیر فاروق احمدي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب دبرګ مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ځانګړي مننه یی ورڅخه وکړل او زیاته یي کړل چي موږ او موسیسات باید په ګډه او همغږۍ په ولایتونو او ولسوالیو کي وقاويوي تدابیر(کاهش خطر) ولرو ځکه وقایوي تدابیر زموږ اولسونه دغټ زیان څخه ژغوري.

همدارنګه ترابي صاحب زیاته کړل چي موږ د مرکز او ټولو ولایتو نو لپاره ډیټابیس لرو چي په کومو ساحو کي کار شروع دی او کوم ساحو کي پیښ ځپلي کورنۍ سته. 
دبرګ مؤسیسې دپروګرام عمومي مشر مدحوان آتی وویل چي برګ مؤسیسه ۲۰۰۳ کال راهیسي په ۲۲ ولایتونو کي دصحت، پوهني او بیلابیلو برخو کي فعالیت کوي او یادی  مؤسیسی ۱۰ میلونه ډالره بودیجه ځانګړي کړی ده چي په ۵ کلونو کي به په استنادي دیوالانو؛کانالونه؛ او بي سرپنا کورنیو ته کورونه جوړول پیل کړي .
همدارنګه دبرګ مؤسیسې دپروګرام عمومي مشر له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې له سرپرست څخه وغوښتل ترڅو موږ ته هغه ساحي راته په نښه کړي چي دمرستو څخه بي برخي دي او زلزلو او یاهم وچکالیو ځپلي وي.
ورسته پریکړه وسوه چي له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره به هغه ساحي مشخصی کوي چي په هغه ساحو کي زیانمني کورنۍ وي او دسرپنا ځای ونه لري او مرستي ورسره نه وي سوي.
نیټه: ۱۴۴۶/۳/۱۵ هـ ق
پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .