له مرکزي سیلو څخه ٢,٠٠٠ بورۍ غنم د نورستان ولایت ته ولېږدول شول 

tamim_azimi
جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۹ - ۱۲:۴۸
news image

نن ورځ جمعه، د عالیقدر  امیرالمؤمنین حفظه الله  د لارښونې له مخې، د هیواد ټولو ولایتونو ته له مرکزی سیلو څخه د غنمو د لېږد لړۍ پیل شوه. په همدې چوکاټ کې به د (۲,۰۰۰ بوریو) په اندازه ١٠٠ ټنه غنم، له مرکزي سیلو څخه نورستان ولایت ته د پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د وېش په پار ولېږدول شي.
د يادونې وړ ده، چې دغه اندازه غنم به د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست په ګودام کې زخیره شي او د اړتيا په صورت کې به پر مستحقو او زيانمنو شويو کورنيو ووېشل شي.

نېټه: ١٤٤٦/١٠/٢٠ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت په بند چک ولسوالۍ کې یو شمېر ناچادوه توکي کشف او خنثی کړل شول

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ایریا QRT-04 ماین پاکۍ مؤسسې په ملاتړ، د یاد ولایت د بند چک ولسوالۍ په مدد او کاکا خیلو کلیو کې یو عدد بوشکه ډوله د سړک د سر ماین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۳۰
Background image

د پېښو چارو د همغږۍ معین د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په جلیزو دره کې د طبیعي پېښو له امله ۱۵۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .