د IHH دفتر لخوا به د ګیان او برمل ولسوالیو زلزله ځپلو لپاره ۳۰۰،۰۰۰ امریکایي ډالر ووېشل شي

کابل- د لیندۍ ۱۵مه- ۱۴۰۱
محترم الحاج مولوي شرف الدین مسلم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او د وروستۍ زلزله ځپلو ته د رسېدني او مرستو د تنظیم کمېسیون سرپرست نن سهار له عبدالحنان ظریفی د IHH دفتر استازي سره د زلزله ځپلو لپاره د ژمني مرستو د وېش په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د IHH دفتر استازي په ګیان او برمل ولسوالیو کې د زلزله ځپلو د سروې پیل لپاره د دغه وزارت د همکاري په غوښتنې سره ووېل چې د یاد کمېسیون له اجازې اخیستلو وروسته به هغوۍ خپل کار پیل کړي.
ورپسې ښاغلي مسلم د وروستۍ زلزله ځپلو سره د همکاري په برخه کې د دغې موسسې له لیوالتیا څخه مننه وکړه او هغوۍ ته یې د ژمنۍ مرستو د وېش لپاره د سروې د پیل اجازه ورکړه.
د یادونې وړ ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ژمن دې ترڅو د طبیعي پېښو ټولو زیانمن شویو ته په یو ډول رسېدنه وکړي.