د CWSA موسسې سره د ځمکې ښوېدنې لپاره په ۵ کلنۍ ملي استراتیژي باندې خبرې وشوې

کابل- د سلواغې ۲۴مه- ۱۴۰۱
محترم ملا محمد جاوید عباس، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د پلان او پالیسي رییس د محترم نجیب الله احمدزی، د CWSA موسسې تخنیکي سلاکار سره لیدنه او د ځکنې ښوېدنې لپاره په ۵ کلنۍ ملي استراتیژي باندې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د دغه ریاست مسلکي کارکونکو هم شتون درلود او د نقشې جوړولو، د استراتیژي په اړه د کارکونکو ظرفیت لوړولو، د اطلاعاتو نوښت او په زونونو کې د ورکشاپونو په ترسره کولو باندې خبرې وشوې او د دوو سازمانونو ترمنځ د همغږي پر پیاوړي کولو باندې هم ټینګار وشو.