د ۱۵ زیانمنو کورنیو سره خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې
میدان وردګ- د غبرګولي ۱۰مه-۱۴۰۲
د IOM، WFP او UNICEF موسسو د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت جلرېز ولسوالۍ او مرکز اړوند ۱۵ کورنیو ته چې کورونه یې په نیمه ډول زیانمن شوي و، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۲ کیلو غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، ۲ کیلو مالګه، ۱.۲ کیلو بسکېټ، ۵.۱ کیلو د خوارځواکي مواد، ۵.۴ کیلو ښځینه مواد، ۳ تختې کمپلې، ۱ دانه د پخلنځي کېټ، ۱ ژمنۍ البسه، ۱ تخته ترپال، ۱ پلاستیکي فرش، ۲ سولري څراغونه، ۱ روغتیایي کېټ او ۱۶ قلمه توکي درلودنکی ۱ بېړنۍ کېټ ووېشل شول.