د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۷ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۲:۷
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او ARCIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک پر بنسټ، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) یې تمویلوونکی دی، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت اړوند ۶۷ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، له سروې وروسته او د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه درې لکه او اته اتیا زره او شپږ سوه (۳۸۸,۶۰۰) افغانۍ کېږي.

د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همکارو موسسو څخه د مرستو پر وخت د وېش په پار مننه او قدرداني وکړه. 

نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .