د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۵۲ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د اکټیډ (ACTED) او د اسلامیک ریلیف (IRW) له موسسو سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لاسلیک شويو هوکړه لیکونو له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو موسسو په ملاتړ، د دې ولایت په څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې د وروستۍ زلزله له امله ۶۵۲ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د اسلامیک ریلیف موسسې له لوري په ۵۸۱ کورنیو هرې یوې ته ۹,۴۰۰ افغانۍ ووېشل شوې او همدارنګه، د ACTED موسسې له لوري ۷۱ کورنیو هرې یوې ته د سرپناه جوړولو ۱ کېټ، د پخلنځي ۱ کېټ او ۱ هایجن کېټ ورکړل شو، چې د وېشل شویو نغدو مرستو اندازه ټولټال پنځه میلیونه او څلور سوه او یو شپېته زره او څلور سوه (۵,۴۶۱,۴۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
