د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۱ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې وروستیو جګړو له امله د شهیدانو او ټپیانو د سروې له بشپړولو وروسته، ۵۱ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د هر شهید کورنۍ ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ او هر ټپي ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۵۷۰,۰۰۰ افغانۍ د یادو کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
