د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۰ بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د OCCD موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله ۱۱۰ بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته یو عدد فامیلي کېټ, یو عدد د پخلنځي کېټ او یو تخته ترپال ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
