د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو له امله زیانمنو له ۷۰ کورنیو سره خوراکي مرستې وکړې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۴:۵۲
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د هوکړه لیک له مخې، د خوراک نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د RRDPO موسسې په تخنیکي همکاري او د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د یاد ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې ۷۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې.
یاد شمېر کورنۍ د بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، چې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رییس الحاج قاري ثابت الله صدیقي او د RRDPO موسسې استازو په شتون کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال نخود، ۱ کیلو مالګه او انرژي لرونکي مواد PLW ووېشل شول.
 
د مرستو ترلاسه کوونکو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د (WFP) موسسې څخه مننه وکړه چې پر وخت یې هغوی ته مرستې ورسولې. 

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۱ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر


 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .