د کونړ ولایت له پیښو سره دمبارزې آماګۍ ملي ادارې ریاست د زیانمن سوي کورنیو سره نغدي مرسته وکړه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۲:۳۵
news image

نن ورځ سي شنبه دکونړ ولایت له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست د ۲۲ زیانمن سوي کورنیو سره مرسته وکړه. 
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې مقام د تفاهم نامي په اساس د کونړ ولایت له پیښوسره دمبارزی آمادګی  ملي ادارې ریاست ترچتر لاندی د ډنمارک کډوالو نړیوالې شورا (DRC) له لوري  دیاد ولایت مرکز اسعداباد په شمول نورګل، چپه دره، شیګل، مره وره،ناړی او وټه پور ولسوالیو کی د تیرو اورښتونو له امله ۲۲ زیانمنو سو کورنیو سره نغدی مرستي وشولي چي دهرې  کورنۍ ته د اړتیاوو دپوره کولو په موخه 10630افغانۍ چی جمله 233860 افغانۍ نغدي مرسته له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست د اړیکو او انسجام مدیر او د DRC موسیسی استازو په حضور کی توزیع شوی  یادو مرستو ترلاسه کوونکو له پیښو سره دمبارزې امادګی ریاست رئیس الحاج قاری ثابت الله صدیقي او ډنمارک کډوالو نړیوالې شورا (DRC) څخه مننه وکړه او خوشحالي څرګنده کړه چي ددوي غږ يي په خپل وخت واورید او لازمه مرسته يي ترسره کړه.
نیټه: ۱۴۴۶/۳/۲۱ هـ ق 
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .