د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو پېښو له امله ۴۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۲۲:۵۱
تصویر خبر

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM, WFP, Save the children او د UNFPA سازمانونو سره په همکارۍ, د یاد ولایت په نیش او شاولیکوټ ولسوالیو او مرکز کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله ۴۷ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍته د IOM سازمان لخوا د پخلنځي توکي, درې تختې کمپلې، درې عدده سولري څراغونه، یو پلاستیکي سطل، یوې کورنۍ ته خیمه او د کار وسایل او د WFP سازمان لخوا هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه, ۲۰ لیټره غوړي, ۲۵ کیلو دال, ۲ کیلو مالګه, ۶۰ پاکټه د ماشومانو او مېندو لپاره مغذي مواد او د UNFPA او SAVE THE CHILDREN سازمانونو لخوا هرې کورنۍ ته یو حفظ الصحه کېټ ووېشل شول.

نېټه: ۱۴۴۶/۰۹/۰۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AWDREO مؤسسې ترمنځ ټولټال د دوه سوه او پنځه پنځوس زره او درې سوه او اووه (۲۵۵,۳۰۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن د سې‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د AWDREO مؤسسې له کفیل، ذاکر حسین احمدي سره وکتل او د ګډو همکاریو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقروضیتونو د تثبیت کمېټې غونډه ترسره کړه

د مقروضیتونو د تثبیت په اړه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم د پلي کولو په موخه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقروضیتونو د تثبیت کمېټې غونډه د یادې ادارې د مالي او اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې ۴ عدده ناچاوده سرګلولې کشف او خنثی شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د بیړنۍ اړیکې شمېرې (070,8606060) له لارې د ترلاسه شوي اړیکې پر بنسټ، د ډافا مؤسسې د بېړنۍ ځواب وینې ټیم د بلخ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .