د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۹۵۵ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
 
              له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې ۱,۹۵۵ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې دوه بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه، ۵ لیټره غوړي، نیم کیلو مالګه او ۶.۲۵ کیلو دال، ۳ کیلو سوپر سریل او ۱.۵ کیلو پلمپي ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
