د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۱:۰
news image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اکټیډ مؤسسې په مالي ملاتړ, د کندز مرکز او د خان‌اباد ولسوالۍ ۱۵۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې له دې ۱۵۰ کورنیو څخه ۱۰۰ کورنۍ د کندز مرکز او ۵۰ کورنۍ د خان‌اباد ولسوالۍ اړوند وې چې له سروې وروسته یاد شمېر کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې, له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او اکټېډ مؤسسې ترمنځ د مخکې لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ هرې کورنۍ ته ۲۲,۵۶۰ (۲۲ زره او ۵۶۰) افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.
همدارنګه، راتلونکې اوونۍ به ۸۰ کورنیو ته په قلعه‌زال ولسوالۍ او ۵۰ کورنیو ته په کلباد ولسوالۍ کې نغدي مرستې ووېشل شي.

نېټه:۱۴۴۶/۶/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۲ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ موسسې (Save the Children) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۵۹
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۲ مستحقو او زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د نه آنلوس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست د یادې موسسې په ملاتړ او له شته امکاناتو په ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۲۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په مرکز اړوند د سیند د بیستر د پاکولو چارې پیل کړې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند په بسراق سیمه کې د تېرو سیلابونو له امله له خاورو او ډبرو څخه د ډک شوي سیند د بستر د پاکولو چارې پیل کړې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .