د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۳۰۰ زیانمنو کورنیو سره دغیرخوراکي توکو مرستې وکړې
د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ORCDG موسسې په ملاتړ, د ملک سلمان خیریه بنسټ لخوا د روان کال په ترڅ کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې د یادریاست رییس او د موسسې استازي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱ باب خیمه, ۵ تختې کمپلې او د پخلنځي توکي ووېشل شول.
دا کورنۍ مخکې د یاد ریاست او ORCDG موسسې له لوري سروې او ثبت شوي وې.