د کابل ښار په څوارلسمه ناحیه کې غیر معیاري د تېلو ټانکونه او پمپ سټېشنونه وتړل شول

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۶:۵۹
news image

نن ورځ د سې شنبې سهار، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا عالي مقام د اقتصادي مرستیال د محترم مقام په لارښوونه، د کابل ښار په څوارلسمه ناحیه کې د تېلو هغه ټانکونه او پمپ سټېشنونه چې د اور لګېدنې پر وړاندې یې د احتیاطي تدابیرو معیارونه نه وو رعایت کړي، د اور لګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې لخوا یې د تړل کېدو بهیر پیل شو.
د تېلو ټانکونو او پمپ سټېشنونو د تړلو په لړ کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د اور لګېدنې کارپوه، قاري اجمل عمري وویل، هغه د تېلو ټانکونه او پمپ سټېشنونه چې د احتیاطي تدابیرو د عملي کولو لپاره مخکې طرزالعمل او چک‌لېست ورسره شریک شوي وو، د هغو احتیاطي تدابیرو په نه رعایتولو سره نن ورځ وتړل شول. نوموړي له ټولو مالکینو څخه وغوښتل، څو مخکې ورکړل شوي تدابیر عملي کړي، تر څو ځان، مال او شتمنۍ یې خوندي پاتې شي.
ښاغلي عمري زیاته کړه، نږدې یو نیم کال مخکې، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال د محترم مقام په لارښوونه، د اور لګېدنې د مخنیوي لپاره دغه کمېټه جوړه شوې وه، چې تر اوسه یې شاوخوا ۱۵۰ د تېلو ټانکونه او پمپ سټېشنونه په کنټرولي توګه سروې کړي دي. د دغې سروې راپورونه د اقتصادي مرستیال محترم مقام ته وړاندې شوي، چې له جملې یې د ۵۵ د تېلو ټانکونو او پمپ سټېشنونو راپور تایید شوی، او د هماغه راپور له مخې، غیر معیاري تأسیسات تړل کېږي.
نوموړي وویل، چې د دې کمېټې د جوړېدو موخه د اور لګېدنې پر وړاندې د احتیاطي تدابیرو نیول دي، تر څو په ټول هېواد کې د خلکو ژوند، مال او ملي شتمنۍ وساتل شي.
د یادونې وړ ده، چې د اور لګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې تر اوسه ۳۷۰ د تېلو ټانکونو او پمپ سټېشنونو ته چک‌لېستونه وېشلي دي، چې له یادې جملې یې ۵۵ د تېلو ټانکونه ارزول شوي. په دې ارزونه کې، ۱ د تېلو ټانک معیاري، ۳۱ د تېلو ټانکونه نسبتاً معیاري، ۶ د تېلو ټانکونه نیمه معیاري او ۱۷ د تېلو ټانکونه غیر معیاري پېژندل شوي دي او د تېلو د ټانکونو د څېړنې بهیر لا هم دوام لري.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۱۰
Background image

د ماین پاکۍ د ۱۲ متخصصینو لپاره د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس (دریمه لوړه کچه) د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په غوښتنه او د ARTIOS نړیوال شرکت په تطبیق سره، د درېیو اوونیو لپاره د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په روزنیز مرکز کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۹
Background image

د پېښو چارو د انسجام معين په شتون کې د کابل ښار د دویمې ناحيې اړوند د کوه تلویزیون په سیمه کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو سروې وشوه

نن ورځ د پنج شنبې سهار د ۰۲/۱/۱۴۴۸ هـ.ق چې د ۱۴۰۵/۰۳/۲۸ نيټې سره سمون لرې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معين، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۰
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ زده کوونکو ته ښوونیز او تفریحي وسایل ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د وارچایلډ انګلستان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .