د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۳ کورنیو ته ۶,۹۰۱,۱۵۰ افغانۍ ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ناروې کمېټې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په شکردره ولسوالۍ کې ۳۵۳ زیانمنو, بېوزله او بې سرپرسته کورنیو ته له سروې او تثییت وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۹,۵۵۰ افغانۍ او ۵ تختې کمپلې ووېشل شوې, چې ټولتال 6,901,150 (۶ میلیونه او ۹۰۱ زره او ۱۵۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره په پام کې نیول شوي وې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره