د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۹ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسې په مالي ملاتړ، ۲۰۹ کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې نغدي مرستو دا درېیم پړاو و چې هرې کورنۍ ته ۲۷۰۰ افغانۍ او په مجموع کې ۵۶۴،۳۰۰ (۵۶۴ زره او ۳۰۰) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره