د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پغمان ولسوالۍ کې ۲۰۷ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۰:۵۷
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خپلو تېرو  مرستو په دوام د پغمان ولسوالۍ ۲۰۷ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې ده چې له دې ۲۰۷ کورنیو څخه ۱۵۷ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، او پاتې ۵۰ کورنۍ اړمنې وې چې دوی ته  خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې.
په دې پروسه کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو وریجې، یو روغتیایي کېټ چې ۱۴ قلمه توکي پکې شامل وو، یوه تخته روجایي، یو دانه پتلون، یوه جوړه د ښځو جامې، یوه جوړه د ماشومانو بوټونه او یوه د ژمي البسه چې ۱۶ قلمه توکي پکې شامل وو، یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شول.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو د دې مرستو له امله مننه وکړه او د خدمتګارو مسئولینو لپاره یې د خیر دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۶/۶/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۷:۲
Background image

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې، چې د وروستیو سېلابونو له امله تړل شوی و، په بریالیتوب سره بشپړې کړې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یو ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او خنثی شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې د ( EOD-01) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د ویاند کلي په یوه سیمه کې له تېرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۴۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۳۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشري مرستو خیریه مؤسسې (OHW) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .