د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پغمان ولسوالۍ کې ۲۰۷ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خپلو تېرو مرستو په دوام د پغمان ولسوالۍ ۲۰۷ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې ده چې له دې ۲۰۷ کورنیو څخه ۱۵۷ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، او پاتې ۵۰ کورنۍ اړمنې وې چې دوی ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې.
په دې پروسه کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو وریجې، یو روغتیایي کېټ چې ۱۴ قلمه توکي پکې شامل وو، یوه تخته روجایي، یو دانه پتلون، یوه جوړه د ښځو جامې، یوه جوړه د ماشومانو بوټونه او یوه د ژمي البسه چې ۱۶ قلمه توکي پکې شامل وو، یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شول.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو د دې مرستو له امله مننه وکړه او د خدمتګارو مسئولینو لپاره یې د خیر دعا وکړه.
نېټه: ۱۴۴۶/۶/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره