د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پغمان ولسوالۍ کې د یوه مانده (خوړ ) د پاکولو چارې بشپړې کړې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۰:۴۱
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ټولو ولایتي ریاستونو ته شوې وه، ترڅو د سیلاب د احتمالي خطر د مخنیوي په موخه په بېلابېلو سیمو کې د کانالونو او سیلابي لارو د پاکولو چارې له پېښو سره د مبارزې د ولایتي کمېټو د ماشینري په مرسته او د دې ادارې په بودجې ترسره کړي، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همدې لارښوونې پر بنسټ، د پغمان ولسوالۍ د  یوه مانده (خوړ) د پاکولو چارې چې مخکې یې پیل کړې وې، بشپړې کړې.
د یادونې وړ ده چې د سیمې اوسېدونکو د دې اقدام هرکلی کړی او ویې ویل، چې د دې پروژې په بشپړیدو سره اوس د سیلاب لاره خلاصه شوې او د باران په وخت کې کورونو او کرنیزو ځمکو ته د  د مانده  څخه د اوبو د لوړېدو خطر کم شوی دی. 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو کانال د جوړولو پروژه پرانیسته

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د (AYSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۳ بېځایه شویو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA او د PU-AMI مؤسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو مؤسسو په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .