د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پغمان ولسوالۍ کې د یوه مانده (خوړ ) د پاکولو چارې بشپړې کړې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ټولو ولایتي ریاستونو ته شوې وه، ترڅو د سیلاب د احتمالي خطر د مخنیوي په موخه په بېلابېلو سیمو کې د کانالونو او سیلابي لارو د پاکولو چارې له پېښو سره د مبارزې د ولایتي کمېټو د ماشینري په مرسته او د دې ادارې په بودجې ترسره کړي، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همدې لارښوونې پر بنسټ، د پغمان ولسوالۍ د یوه مانده (خوړ) د پاکولو چارې چې مخکې یې پیل کړې وې، بشپړې کړې.
د یادونې وړ ده چې د سیمې اوسېدونکو د دې اقدام هرکلی کړی او ویې ویل، چې د دې پروژې په بشپړیدو سره اوس د سیلاب لاره خلاصه شوې او د باران په وخت کې کورونو او کرنیزو ځمکو ته د د مانده څخه د اوبو د لوړېدو خطر کم شوی دی.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
