د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۱۰ تنو شهیدانو ورثه او ټپیانو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام په لارښوونه، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د ۱۳مې او ۲مې ناحیې اړوند ۱۰ کورنیو ته چې د کورنۍ غړي یې د وروستیو ورښتونو په ترڅ کې د کورونو نړېدو له امله شهیدان او ټپیان شوي وو، نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د ۶ تنو شهیدانو کورنیو هرې یوې ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ او ۴ تنه ټپیانو هر یو ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو سل او شپېته زره (۱۶۰,۰۰۰) افغانۍ د یادو کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
