د ښاغلی احمد تمیم عظیمی ژوندلیک

ُspooksman

ښاغلی احمد تمیم عظیمی د عبدالعزیز زوی، په 1374 کال د تخار ولایت په تالقان ښار کي په یوی زده کړیالي کورنی کې زیږیدلی دی.
هغه خپلې ابتدايي او ثانوي زده کړې د تخار ولایت د ملا عبدالودود شاهد په عالي لېسه کې پای ته رسولې او په 1392 کال کې د کانکور آزموینې بشپړولو وروسته د تخار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته ورسید او په 1395 کال کې په بریالیتوب سره پای ته ورسوه.
ثانوي زده کړې او لوړې زده کړې یی د ښو لاسته راوړنو سره مل دي. هغه په پوهنتون کې د کدرې درجه په درلودو او د هیواد په کچه په پوهنتونې پروګرامونو کي په لوړه کچه ځلیدل، له کال 1389 څخه تر 1395 پورې په تخار ولایت کې د آذرخش او ALC روزنیز مرکزونو کې د انګلیسي ژبي ښوونکی په توګه مصروفیت درلود. او په 1394 م کال کې په تخار ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ALC په روزنیز مرکز کې د وینا د مهارتونو د روزني ټولګی جوړ کړ، او یوده موده یی زده کړي او د انګلیسې ژبي ښوونې ترڅنګ، د بیانولو فن او د وینا د مهارتونو ښوونه یی په لار واچوله.   
وروسته له کال 1395 څخه تر 1397 پوري د بهرنیو چارو وزارت په معاهداتو او د حقوقو په ریاست کي یی انګلیسي ژبي ژباړونکې او د تړون لیکونو د ترتیبولو او تنظیم کولو په توګه کار کړی او وروسته له هغه نه د کال 1397 د وړی په میاشت کي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت د دفتر آمریت د سرپرست په توګه وټاکل شو چې د کال 1397 د زمري په میاشت کې د آزادي سیالی له لارې د دی وزارت داخلې پلټنې آمر په توګه وټاکل شو. او د پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر د حکم پر بنسټ د داخلي پلټنو آمریت ترڅنګ د دی اداری ویاندوی په توګه وټاکل شو.
عظیمي، په پیښو ته رسیدو په چارو کې د دولت وزارت کې سربیره له کاري مسوولیتونو له ښووني سره ډیره لیوالتیا لري او هغه خپل د روښانیت ماموریت په استقلال پوهنتون کې د ښووني، د مقالي لیکلو او علمې څیړنو له لارې ترسره کوي. او هغه د ابن سینا پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په پوهنځی کې د ماسټري دوری پای ته رسیدو په حال کې او همدارنګه د خپلو زده کړو دوام ورکولو ته ژمن دي.                                                               
برسېره پردې، هغه د سولې لپاره د افغان ځوانانو غړی دی، او په لاندې سیمینارونو او څیړنیزو فعالیتونو کې هم ګډون لري:
په کال 2015 او 2016 کې د نړیوال حقوق سمبولیک محکمه کې ګډون، چي د لیسپا او ایلسا لخوا د امریکا واشنګټن او او اوهایوی پوهنتونو سره په همغږي ترسره شوی وه.
په کابل ولایت کې په کال 2015 کې د رسنیو د حقونو په سمبولیک محکمه کی  گدون
په کال 2018 کي د منګولیا هیواد په آلانباتو ښار کې د آسیا اړونده پیښو ته د رسیدو وزیرانو په کنفرانس کې ګډون.
په کال 2019 کي د سویس هیواد په ژنو ښار کې د پیښو د خطرونو کمولو لپاره د نړیوال پلیټ فارم په شپږمې غونډې کي ګ‌ډون.

 

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .