د پېښو چارو د همغږۍ معین د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۲:۱۸
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، د لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، کندهار، ارزګان، هلمند, نیمروز، فراه، هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، جوزجان او د بلخ ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کاري بهیر له څارنې وروسته، سمنګان ولایت ته ورسېد. 

په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین، د سمنګان ولایت له والي، محترم الحاج دا ملا محمد شعیب رسالت سره د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي احسان الله احسان په شتون کې وکتل. 

دا ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو او لارښوونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو، د بشردوستانه مرستو د وېش، د ماین پاکۍ او د نشراتي چارو څېړنه او د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل یاده کړه.

هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده، چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او د دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلي کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

محترم څارنوال صاحب، د بشري مرستو د یادونې ترڅنګ، له سروې وروسته د طبیعی پېښو له امله زیانمنو شویو ته د دې مرستو پر دقیق او شفاف ډول وېشل هم ټینګار وکړ. 

وروسته محترم والي صاحب، د ښه راغلاست ویلو او زیانمنو ته د رسېدنې په برخه کې د یادې ادارې له هڅو څخه د قدردانی ترڅنګ د دې ولایت زیانمنتیا ته په اشارې سره وویل چې د سمنګان خلک د طبیعي پېښو له امله په لوړه کچه زیانمن دي او بشردوستانه مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.

په پای کې، محترم رسالت صاحب له دې بهیر څخه د خوښي په څرګندولو سره زیاته کړه، چې د دویمو واحدونو له چارو څخه څارنه او څېړنه د حکومتولۍ یو مهم اصل دی او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.

په پای کې، د سمنګان ولایت مشرانو، سپین ږیرو او نورو مسؤلینو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له مرستو څخه خوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه، چې دا ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې ډېر زیانمنونکی دی او د ډېرو بشري مرستو او وقایوي پروژو غوښتونکي شول.

ورپسې، یاد پلاوي د سمنګان ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست کاري بهیر یې له نږدې وڅاره. په دې لیدنه کې، د پېښو چارو د همغږۍ معین له کارکوونکو سره خبرې وکړې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د اسنادونو او فعالیتونو تر ارزونې وروسته یې هغوی ګړندي، پر وخت او اغېزمنو خدمتونو ته وهڅول. 
 
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي په دې ریاست کې خپل څارنیز او لارښوونکی بهیر پیل کړ.

نېټه: ۱۴۴۷/٧/۰۳ هــ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۸
Background image

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاک افغان ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله بنده شوې لاره بیرته خلاصه کړه 

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله دوه مسیره لاره، چې یو مسیر د ولسوالۍ او بل د ګزک تنګي په طرف وو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، د خوګیاڼو، پچیراګام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۴۴
Background image

د بادغیس ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۹ سیلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د افغان ښځو د ټولنیزو خدمتونو موسسې (WASSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د بادغیس. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .