د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې د نوی سرپرست د کار پیل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۶:۵۶
news image

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي رییس: الحاج ملا نورالدین ترابي د ادارې پر مسایلو پوه شخصیت دی
کابل- د چنګاښ ۱۹-۱۴۰۳
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د عالیقدر امیرالمومنین شیخ صاحب حفظ الله د حکم پر بنسټ نن ورځ د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې د سرپرست په توګه د محترم شیخ نورالحق انور د چارو ادارې عمومي رییس لخوا او د محترم ملا عبدالولي څارنوال د پېښو چارو د همغږۍ مرستیال، الحاج عبدالرحمن زاهد د مالي او اداري عمومي رییس، د اسلامي امارت یو شمېر مقاماتو او مجاهدینو په حضور کې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې معرفي شو او خپل کار یې پیل کړ.
د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې د سرپرست معرفي کولو په پروګرام کې، محترم الحاج عبدالرحمن زاهد د مالي او اداري عمومي رییس ووېل: چې په حکومتولۍ کې ادلون او بدلون یو اصل دی او د خدای ج او د هغه له پیغمبر ص وروسته، د امیرالمومنین اطاعت واجب دی او هر څوک چې د هغه لخوا سرپرست ټاکل کېږي د هغه اطاعت پر موږ باندې واجب دی.
ورته مهال د چارو ادارې عمومي رییس، د لارښوونکي وینا ترڅنګ د الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې د سرپرست د جهادي کړنو او زړورتیاوو څخه یادونه وکړه او نوموړۍ یې د ادارې پر مسایلو یو پوه شخصیت وباله، او هغه یې چارو ته د رسېدنې او خلکو ته د خدمت په برخه کې یو پیاوړی شخصیت معرفي کړ.
همدارنګه محترم مولوي شمس الدین حقیار، د دې ادارې د نړۍ والو اړیکو رییس د مرکزي او ولایتي کارکونکو په استازیتوب ووېل: چې په تېرو درېیو کلونو کې زیاتې هڅې شوي ترڅو پېښو ته په وخت سره رسېدنه وشي او له دی وروسته هم تر خپل توان پورې یې د نوی سرپرست په مشرۍ د هر ډول همکاري ژمنه وکړه.
په پای کې محترم الحاج ملا نورالدین ترابی، د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې سرپرست په خپلو خبرو کې د امیرالمومنین حفظ الله تعالی له باور څخه په مننې سره ووېل: چې په مختلو ادارو کې د تجربې له مخې به هڅې وشي ترڅو چارې په ښه توګه ترسره شي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د چارو په ترسره کولو کې به د پشتون او تاجیک، بدخشي او کندهاري ترمنځ هیڅ ډول تبعیض رامنځته نشي او هر چا ته چې کار سپارل کېږي، د هغه ترسره کول به پر هغه باندې فرض وي.
د ادارې سرپرست ووېل: چې که چېرته د هغه حکم د امیرالمومنین، ریاست الوزرا، د شریعت د حکم او یا هم د نورو قوانینو سره په ټکر کې و، نو ده ته دی ګوته ونیول شي، نوموړي زیاته کړه چې په دغه اداره کې استخبارات، د فرامینو د څارنې لوی ریاست او امر باالمعروف او نهی عن المنکر کولای شي چې په آزادانه ډول له دی ادارې څخه څارنه وکړي.
news imagenews image

news imagenews image

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۳ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو خدماتي موسسې (AYSO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۱۳
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې، ١٥٠ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۰
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په استالف ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړولو کار پیل کړ

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استالف ولسوالۍ په دهن ګذر کلي کې د سېلابونو د خطرونو او د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د استنادي دېوال جوړولو د پروژې د بنسټ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .