د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې د نوی سرپرست د کار پیل

rahyab
Tue, Jul 09 2024 4:56 PM
news image

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي رییس: الحاج ملا نورالدین ترابي د ادارې پر مسایلو پوه شخصیت دی
کابل- د چنګاښ ۱۹-۱۴۰۳
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د عالیقدر امیرالمومنین شیخ صاحب حفظ الله د حکم پر بنسټ نن ورځ د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې د سرپرست په توګه د محترم شیخ نورالحق انور د چارو ادارې عمومي رییس لخوا او د محترم ملا عبدالولي څارنوال د پېښو چارو د همغږۍ مرستیال، الحاج عبدالرحمن زاهد د مالي او اداري عمومي رییس، د اسلامي امارت یو شمېر مقاماتو او مجاهدینو په حضور کې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې معرفي شو او خپل کار یې پیل کړ.
د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې د سرپرست معرفي کولو په پروګرام کې، محترم الحاج عبدالرحمن زاهد د مالي او اداري عمومي رییس ووېل: چې په حکومتولۍ کې ادلون او بدلون یو اصل دی او د خدای ج او د هغه له پیغمبر ص وروسته، د امیرالمومنین اطاعت واجب دی او هر څوک چې د هغه لخوا سرپرست ټاکل کېږي د هغه اطاعت پر موږ باندې واجب دی.
ورته مهال د چارو ادارې عمومي رییس، د لارښوونکي وینا ترڅنګ د الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې د سرپرست د جهادي کړنو او زړورتیاوو څخه یادونه وکړه او نوموړۍ یې د ادارې پر مسایلو یو پوه شخصیت وباله، او هغه یې چارو ته د رسېدنې او خلکو ته د خدمت په برخه کې یو پیاوړی شخصیت معرفي کړ.
همدارنګه محترم مولوي شمس الدین حقیار، د دې ادارې د نړۍ والو اړیکو رییس د مرکزي او ولایتي کارکونکو په استازیتوب ووېل: چې په تېرو درېیو کلونو کې زیاتې هڅې شوي ترڅو پېښو ته په وخت سره رسېدنه وشي او له دی وروسته هم تر خپل توان پورې یې د نوی سرپرست په مشرۍ د هر ډول همکاري ژمنه وکړه.
په پای کې محترم الحاج ملا نورالدین ترابی، د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې سرپرست په خپلو خبرو کې د امیرالمومنین حفظ الله تعالی له باور څخه په مننې سره ووېل: چې په مختلو ادارو کې د تجربې له مخې به هڅې وشي ترڅو چارې په ښه توګه ترسره شي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د چارو په ترسره کولو کې به د پشتون او تاجیک، بدخشي او کندهاري ترمنځ هیڅ ډول تبعیض رامنځته نشي او هر چا ته چې کار سپارل کېږي، د هغه ترسره کول به پر هغه باندې فرض وي.
د ادارې سرپرست ووېل: چې که چېرته د هغه حکم د امیرالمومنین، ریاست الوزرا، د شریعت د حکم او یا هم د نورو قوانینو سره په ټکر کې و، نو ده ته دی ګوته ونیول شي، نوموړي زیاته کړه چې په دغه اداره کې استخبارات، د فرامینو د څارنې لوی ریاست او امر باالمعروف او نهی عن المنکر کولای شي چې په آزادانه ډول له دی ادارې څخه څارنه وکړي.
news imagenews image

news imagenews image

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .