د پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې  لخوا د تېرو دوو میاشتو  په ترڅ کې د نږدې ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت  د بیلایبلو داخلی او خارجي  مؤسیسو سره  ډیری  مهمي تفاهم نامې او مکتوبونه لاسلیک شوي دي 

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۳:۴۰
تصویر خبر

 د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست  الحاج ملا نورالدین ترابي د تیرو ۲ میاشتو په ترڅ کي له بېلابېلو مؤ سساتو او د ملګرو ملتونو له سازمانونو سره، چې په افغانستان کې بشري مرستې ترسره کوي ډیری  مهمي تفاهم نامې  او    مکتوبونه لاسلیک  کړي دي.
محترم ترابي صاحب دلوږي پروړاندي دمبارزې موسیسی ، دوار چایلد موسیسی،  دنه الوس موسیسی ، داغاخان انشکافي نړیوالی مؤسیسی ،  د اکتیدمؤسیسی ،دافغان تخنیکي مشاورینو موسیسی ،دماینونو پلان ګذارۍ او پاکولو مؤسیسي،دناروې دمرستي مؤسیسي،دنړیوالو مرستو مؤسیسي،دیونین ایډ مؤسیسي، دهلوترست نوړیوالی مؤسیسي،دپژوهش عملي وتوسعه جامعه مؤسیسي،دافغانستان دښځو بنسټ، دورلډ ویژن مؤسیسي،دبشري مرستو ټولنه، دلاس په لاس افغانستان مؤسیسي، دهندیکپ نړیوالي مؤسیسي،دپاملرني مؤسیسي، داجتماعي خدمتونو داسیا نړیوالی مؤسیسي، دکاناډا نړیواله ټولنه، زموږ نړۍ نړیوالي مؤسیسي،دافغان مشاورینو مؤسیسي، دامید خیریه ملي مؤسیسي ، دپیاوړتیا لوړولو چاپیریال ساتني مؤسیسي،دزنانو دتعلیم مرکز مؤسیسي، دنړیوالو همکاریو مؤسیسي، د اسلامي رفاه مؤسیسي، دخیریه بشري، مؤسیسي، دافغانستان دبیارغوني مؤسیسي، او دماشومانو د ملاتړ مؤسیساتو 
سره مهمي تفاهم نامې  او مکتوبونه لاسلیک کړي دي او ترابي صاحب دمؤسیساتو دمشرانو سره په لیدنه کي  ټول مؤسیسات په بېلابېلو ولایتونو کې مؤثر کار ته هڅولی دی  او هغوی ته یې ډاډ ورکړي دي  چې د دولت  د اصولو سره سم به د هغوی له پروژو ملاتړ کوي او اړیني اسانتیاوې به ورته برابرې وي  او دموسیساتو دمسؤلینو څخه یی هم غوښتنه ده چي په صداقت ، اخلاص شفافیت سره دمظلومو افغانانو  سره کومک وکړي .
دیادوني وړده چې په دغو تفاهم نامو کي په مجموعي ډول  ۳۴۳۹۱۸۴۸ څلوردیش میلونو دري لکه یو نیوي زره اته سوه اته څلویښت ډالرو په ارزښت د بېلابېلو پروژو لپاره لاسلیکونه شوي دي 

۱۴۴۶/۰۳/۲۳ هــ ق 
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .